ښځې او نجونې؛ د افغانستان بحران د ملګرو ملتونو د اجنډا په سر کې دی
د دید خبري آژانس د خبر له مخې، راپورونه ښيي چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د اجنډا په سر کې ځای لري.
دوه کاله وروسته له هغې چې طا-لبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منعې کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد شو چې پر زده کړو بندیزونه لري.
اوس د افغان ښځو او ماشومانو حقونه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې د اجنډا په سر کې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره وايي، له یو میلیون څخه زیاتې نجونې د دې بندیز له امله اغیزمنې شوې دي، که څه هم د طا-لبانو تر واکمنۍ مخکې شاوخوا پنځه میلیونه د اسانتیاوو د نشتوالي او نورو لاملونو له امله له ښوونځیو بهر وو.
دا بندیز په ټوله نړۍ کې د غندلو لامل شوی او اوس هم د طا-لبانو په رسمیت پیژندلو کې تر ټولو لوی خنډ دی.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان ته د طا-لبانو له راتګ وروسته يې د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ او سخت بنديزونه ولګول، چې د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو له کنوانسيونونو څخه سرغړونه ده.