اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ښځینه فعاله: د جنسیتي توپیر په خاطر د افغانستان خلک مهاجرت کوي

دید خبرې آژانس: افغانې فعالې شګوفې غفوري د اروپا د همکاریو او امنیت سازمان ناستې ته ویلي، «په افغانستان کې جنسیتي اپارټاید» خلک اړ کړي چې له افغانستانه کډه وکړي.

هغې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې جنسیتي اپارټاید په رسمیت وپېژني.

دغه ناسته د دوشنبې په ورځ د وګړو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو سازمان په مشرۍ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شوې وه، چې د اکټوبر تر ۱۱مې به دوام ولري.

په دغې ناسته کې مېرمن غفوری وویل:« په افغانستان کې د طا-لبانو تر واک لاندې جنسیتي اپارټاید د خلکو د کډوالۍ لامل شوی او که پاملرنه ورته و نه شي؛ نو پایلې به یې ټولو هېوادونو په تېره بیا اروپایي هېوادونو ته ښې نه وي.»

دغې ټولنیزې فعالې په افغانستان کې د ښځو درې کلنې مبارزې ته په اشارې سره وویل:« د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید د ښځو هغه مبارزه او مقاومت له یاده و نه باسي، چې د افغانستان له واټونو یې د اروپا تر پولو غځولې ده.»

نوموړې دا رنګه ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه باید افغان مېرمنې په دغې مبارزه کې یوازې پرې نه ږدي.

د بشري حقونو دغه ملاتړې وايي، افغانستان چې په نړۍواله کچه تر ټولو زیات بې‌ځایه شوي خلک لري او د بې‌ځایه شویو خلکو ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي، چې دا مهال د ژوندانه ډېرې سختې شېبې تېروي.

هغې له اروپايي هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو سره دې داسې چلن وشي چې د هغوی ټول انساني او بشري حقونه خوندي وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا