ژومانګارين د افغانستان له ملي موزيم څخه ليدنه وکړه
دید خبرې آژانس: د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال «سريک ژومانګارين» کابل ته د خپل سفر په دوام، د افغانستان د ملي موزيم له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړې ده.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي موزيم رئیس مولوي صبغتالله عابد، د دغه موزیم په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي: “موږ خوښ يو چې تاسو د افغانستان ملي موزيم ته راغلي یاست، هغه ځای چې د هېواد له لويو تاريخي او فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي او زرګونه ارزښتناک تاريخي او فرهنګي اثار پکې ساتل کېږي.”
دغه راز، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د موزیمونو پر رول خبرې کړې او ویلي یې دي: “نن موزيمونه د هېوادونو په کورنۍ او بهرنۍ پراختيا کې مهم رول لري. دغه بنسټونه د نړيوالو اړيکو او همکاريو لپاره مؤثرې لامل ګڼل کېږي او د زدهکړې، نوښتګرو مهارتونو د پياوړتيا او فرهنګي ځانباورۍ په برخه کې د پام اهمیت لري.”
هغه زیاته کړې ده: “نړيوالې تجربې ښيي چې موزيمونه د ټولنې د فعالو بنسټونو په توګه، د کلتوري ميراث او عامه پوهاوي په لوړولو کې او همدا رنګه د فرهنګي کارآفرينۍ په برخه کې مهم رول لوبولی دی. زه خوښ يم چې نن له خپلو همکارانو سره يو ځای د افغانستان له ملي موزيم څخه ليدنه کوم.”
هېره دې نه وي چې د افغانستان د ملي موزیم رئیس، د افغانستان د تاريخي او فرهنګي آثارو يو «کاتالوګ» د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ته ډالۍ کړی دی.