اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورد ورځې انځورمهم مطالب

ډېکر: شیعه خلکو د وژلو عاملین باید په چټکۍ سره د دې کار حساب ورکړي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو د وژلو په غبرګون کې، د پیښې په اړه د یوناما پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل،‌ چې د دغې پېښې عاملین باید په چټکۍ سره حساب ورکړي.

نوموړې د جمعې په ورځ (د وږي ۲۳مه) پر اېکس خپور کړي پیغام کې د ملکي کسانو مرګژوبله غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.

مېرمن ډېکر ویلي: «پر هزاره توکمو ولسي وګړو چې له دایکنډي ولایت څخه غور ولایت ته د سفر په حالت کې وو، د داعش خراسان څانګې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم.»

د نوموړې په وینا: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوې یا یوناما چې د دې برید د عاملینو د چټک حساب ورکولو غوښتنه کړې ده، زه هم دغه غږ بدرکه کوم.»

کرن ډېکر دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د یوناما دفتر نن د دایکنډي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د پېښې په اړه له طالبانو د څېړنې او حساب ورکونې غوښتنه کړې ده.

د پنجشنبې په ماښام د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د قرودال په کلي کې پر هزاره ولسي وګړو د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه چې بشري جنایت بلل شوې ده، له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا