افغانستانروستي خبرونه

ډېر ژر به د ایران ریللار له افغانستان سره وصل شي

د ایران د رېللارې اداره وايي چې له افغانستان سره به د ایران رېللار یا پټلۍ په درو اوونیو کې وصل شي.

د ایران د فیننشل تریبیون ورځپاڼې د شنبې د ورځې د راپور له مخې، د دغه هیواد د رېللارو د ادارې ريیس عباس نظري وویل«رېللار د ایران د رضوي خراسان د ختیځ ولایت د شامتیق له سرحدي ښاره د افغانستان په خاوره کې دننه ۳۰ کیلومتره غځېدلې ده.»

ټاکل شوې ده چې دا پروژه د ایران له خواف ښاره د افغانستان تر هرات ښاره پورې ورسېږي.

ایراني رسنۍ وايي، د رېللارې پاتې برخه به د ۲۰۱۸ تر مارچ میاشتې پورې بشپړه شي.

د عباس نظري په وینا دا رېللار به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم وغوړوي.

ده وویل چې د رېلګاډي په وسیله به د کال ۵ ملیون ټنه مال د دوو هیوادونو ترمنځ تبادله شي.

همداراز د افغانستان په شمال او شمال لوېدیځ کې د ترکمنستان رېللار د افغانستان تر پولو پورې رارسېدلې او ټاکل شوې ده چې له ټولو شمالي ولایتونو تېره او تاجکستان ته ورسول شي.

حاضردمه له ازبکستان څخه ترمزارشریف ښاره پورې په غځېدلې رېللار د منځنۍ اسیا او چین مال افغانستان ته راوړل کېږي.

په راتلونکو څو کلونو کې به د افغانستان تقریباً ټول شمالي او لوېدیځ ولایتونه د رېلګاډي له ارزان او اسان ترانسپورت څخه برخمن شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا