Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

ډیکارلو: د دوحې تړون د درېدو له ګواښ سره مخ دی

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو وایي، تر دې وړاندې ډېرو هېوادونو د دغې هوکړې پرمخ وړلو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس وضعیت ډېر پېچلی دی.

هغې دغې څرګندونې تېرماښام د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په یوې ناسته کې وکړې.

اغلې ډیکارلو وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون دغه تړون له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغې په ټینګار سره ویلي، چې ډېری د دوحې د تړون پر مخ بېولو لپاره لېواله هېوادونه له طالبانو د نړۍوالو ژمنو د عملي کولو تمه لري؛ خو تعامل کلیدي موضوع ده.

هغې له هېوادونو وغوښتل، چې پر طا-لبانو فشار زیات کړي.

هغې زیاته کړه:« که غواړو چې طا-لبان موږ جدي وګڼي؛ نو باید په خپلو خبرو عمل وکړو.»

هغې له طا-لبانو د څو بنسټیزو ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې، چې په کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې هڅې دې ترسره کړې.

د هغې په وینا، که طا-لبان دغه ګامونه واخلي؛ نو نړۍواله ټولنه به پر دوی شته محدودیتونه لرې کړي او له دوی ځخه به ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button