اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ډیلي ټېلګراف: طا-لبان مخبرې ښځې ګومارلې دي

دید خبرې آژانس: ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت یو شمېر ښځې د نورو هغو ښځو د پېژندلو لپاره د «جاسوسانو» په توګه ګومارلې چې د دغې ډلې له نویو قوانینو څخه سرغړونې کوي.

د راپور له مخې، د طا-لبانو له‌خوا ګومارل شوې ښځې په خواله رسنیو او بازارونو کې د ښځو د څارنې دنده پر غاړه لري.

ټېلګراف د دوشنبې په ورځ د (وږي په ۱۲مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د طا-لبانو د امربالمعروف په وزارت کې یو شمېر ښځینه کارکوونکې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د بندیزونو څارنه کوي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت د ښځو د څانګې یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ټېلګراف ته ویلي، چې دا ډله د نورو ښځو د څارلو لپاره دغو ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري.

دغه طا-لب چارواکي ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له لوري په دنده ګومارل شوې ښځې د انسټاګرام په شبکه کې د ښځو اکاونټونه څاري او هغه ښځې په نښه کوي او په اړه یې راپور ورکوي، چې په کې ښځې د طا-لبانو له‌خوا د جبري حجاب له اغوستلو ډډه کوي.

هغه وویل: «تاسو پوهېږئ، چې انسټاګرام څنګه کار کوي … دوی (ښځې) کولای شي خپلې پاڼې ته لاس رسی محدود کړي چې څوک یې ونه ګوري؛ مګر موږ داسې ښځې لرو، چې موږ ته د سترګو حیثیت لري.»

د طا-لبانو د ډلې د دغه غړي په وینا، له دغو ښځو څخه ځینې یې د نورو ښځو په اړه د مخبرۍ منلو ته اړ باسي او ځینې یې د پیسو په بدل کې دا کار کوي.

طا-لب جنګیالي هم د کوڅو په ګزمو کې له دغو ښځو سره ملګري وي.

هغه دا هم وویل، چې د طا-لبانو له‌خوا یو شمېر بندي شوې ښځې یوازې په دې شرط خوشې شوې چې د نورو ښځو د “ناقانونه” فعالیتونو راپور دغې ډلې ته ورکړي.

دغه طا-لب چارواکي زیاته کړې، چې دغه ډله د دا ډول دندې لپاره ډېرو ښځو ته اړتیا لري او دا مهال وضعیت ښه نه دی؛ ځکه کمې ښځې دې ته لېواله دي، چې دا کار د رضاکارانو په توګه ومني.

د ټېلګراف ورځپاڼې د طا-لبانو له‌خوا د نورو ښځو د څارنې لپاره له ټاکل شوې یوې ښځې سره هم خبرې کړې دي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت یوه ۳۶ کلنه خبر ورکوونکې ګل نسا وايي، هغه هره ورځ په ښار کې ګزمې کوي، له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو او د ښځو د جامو پلورنځیو ته ځي او هڅه کوي هغه ښځې وپېژني چې د طا-لبانو له نویو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

اغلې ګل نسا وایي،‌ کله چې هغه ښځې ګوري چې مخونه یا پښې یې لوڅې وي، یا د نارینه پلورونکو سره خاندي، د مستقیمې مداخلې څخه ډډه کوي او طا-لبانو ته راپور ورکوي چې وسله‌وال طا-لبان راشي.

دې ښځې وویل، چې له ښځو سره نیغ په نېغه له څه ویلو ډډه کوي ځکه چې ښځې ورته وايي:« ته هم ښځه یې. ته ولې داسې کوې؟»

ګل نسا وايي، ډېرې ښځې چې وپېژندل شي د طا-لبانو امنیتي پوستې ته بېول کېږي.

د طا-لبانو دغه ښځينه مخبرې وويل:« زه د هغو ښځو ملاتړ نه کوم، چې په واټونو کې لاريون کوي او د ټولو ښځو د استازيتوب ادعا کوي.»

هغې زیاته کړه، چې مظاهره کوونکې ښځې «د هغو مسلمانو ښځو استازیتوب نه شي کولای، چې له فحشا ستړې شوې دي.»

هغې وويل:« د ښځو لپاره رښتينې ازادي دا ده، چې په کور کې پاتې شي، خپل ماشومان وروزي، د خپلو خاوندانو خدمت وکړي او د بل څه په اړه فکر ونه کړي.»

د طا-لبانو له لوري د ګومارل شویو ښځو په وسیله د لاريون کوونکو ښځو نيول

په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته یو شمېر ښځو په وار، وار په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د دغې ډلې د سیاستونو پر ضد لاریونونه وکړل.

دغو لاریونونو ته د طا-لبانو غبرګون د مظاهره کوونکو ښځو نیول او شکنجه کول وو.

د زهرا حقپرست په نامه یوې ښځینه مظاهره کوونکې ټېلګراف ته وویل، چې هغه د ۱۴۰۰کال په سلواغې میاشت کې د طا-لبانو د یوې ښځینه مخبرې له‌خوا ونیول شوه.

اغلې حقپرست زیاته کړه، چې یو شمېر ښځې ځانونه د ښځینه فعالانو په توګه معرفي کوي، د مظاهره کوونکو ښځو د واټساپ ګروپونو ته یې نفوذ کړی او د هغوی په نیولو کې یې مرسته کړې ده.

اغلې حقپرست وویل:« له دغو ښځو څخه یوه زموږ د واټساپ ګروپ ته ننوتله او زما د کور او کار ادرس یې طا-لبانو ته ورکړ.»

هغې وويل، چې د لاريونونو پر مهال نجونو چيغې وهلې او ويل يې چې «يو شمېر نورې نجونې په لاريونونو کې د دوى تر څار لاندې دي.»

دغه معترضه مېرمن وايي، هغه ښځې چې د طا-لبانو لپاره کار کوي ډېرې دي او ورځ تربلې یې شمېر په ډېرېدو دی.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو په خصوصي او عامه برخو کې د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د محرمیت په اړه د دغې ډلې نوی قانون چې په دې وروستیو کې تصویب شو، ښځې د “نا محرمو” نارینه‌و سره د خبرو کولو څخه منع کوي او د دوی غږ د “عورت” په توګه ګڼي.

مدني فعالان او د بشري حقونو کارپوهان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د “جنسیتي تبعیض” یوه بېلګه بولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا