ډنمارک د افغانستان تمدید شوي پاسپورټونه په رسميت نه پېژني
دید خبرې آژانس: ډنمارک اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۸ نېټې (د وږي میاشتې ۲۸) به د افغانستان نوي تمديد شوي پاسپورتونه په رسمیت نه پېژني.
د شینګن نیوز د راپور له مخې، دا پرېکړه په دې معنا ده چې په ډنمارک کې مېشت افغان اتباع چې دا ډول پاسپورټونه کاروي باید د نوي پاسپورت ترلاسه کولو لپاره د طا-لبانو چارواکو ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو په دې وروستیو کې په یو شمېر لوېدیځو هېوادونو کې د افغانستان د کونسلګرۍ د ماموریتونو له خوا وړاندې شوي اسناد چې د پخوانیو دیپلوماتانو له خوا رهبري کیږي او له طا-لبانو سره اړیکې نه لري، بې اعتباره وبلل.
د ډنمارک د کډوالو خدمتونه د هغو افغان اتباعو لپاره چې د سفر اسنادو ته اړتیا لري، د کنوانسیون یا بهرنی پاسپورټ په ګډون بدیل غوراوي هم په ګوته کړي دي. خو ټول افغان اتباع د دې وړ نه دي چې د ډنمارک لخوا صادر شوي اسناد ترلاسه کړي.
د دې مادې پر بنسټ، هغه افغان اتباع چې په ډنمارک کې د پناه غوښتنې پرته د نورو دلایلو پر بنسټ د استوګنې جواز لري، په اتوماتيک ډول د بهرني پاسپورت د ترلاسه کولو حق نه لري.
په داسې حاالتو کې، د ډنمارک د کډوالۍ خدمتونه غوښتنه کوي چې غوښتونکي ثابت کړي چې دوی نشي کولی د افغان پاسپورټ ترلاسه کړي.
معمولا له داسې کسانو تمه کیږي چې د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره بېرته افغانستان ته ستانه شي، او یوازې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د سفر کولو عذر به د بهرني پاسپورت لپاره د وړتیا لپاره کافي نه وي.
له بلې خوا، هغه افغان اتباع چې د پناه غوښتنې پر بنسټ د استوګنې جواز لري، یا هغه کسان چې په ډنمارک کې د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو له امله ژوند کوي چې د پناه اخیستنې لاندې دي، د کنوانسیون یا بهرنی پاسپورت ترلاسه کولو په شرايطو برابر او بيګانه دي.
همدارنګه، د ډنمارک د کډوالۍ اداره ټینګار کوي چې هغه افغان اتباع چې د قانوني ستونزو له امله نشي کولی افغانستان ته ستانه شي، د پناه غوښتنه کولی شي ترڅو د نوي افغان پاسپورټ ترلاسه کولو ته اړتیا ونلري.