ډله ایز امنیتي تړون: په افغانستان کې د وګړو د جبري بې ځایه کیدو مخه ونیسئ
د دید خبري آژانس د خبر له مخې د امنیتي تړون سازمان په افغانستان کې د نفوسو د اجباري بندېدو غوښتنه کړې ده.
پرون، د ډله ایزو امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په افغانستان کې یې د «د وګړو د جبري بې ځایه کیدو» د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د دغه سازمان په ګډه اعلاميه کې راغلي: موږ غواړو چې د نژادي او مذهب پر بنسټ د خلکو د ځورونې او جبري بې ځايه کېدو د مخنيوي په ګډون د قومونو اساسي حقونو او ازادۍ ته درناوى وکړو.
په دې اعلاميه کې د ډله ييزو امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د بنسټيزو اصولو د درناوي لپاره د طا-لبانو د چارواکو د ژمنو پر عملي کولو ټينګار کړى دى. دوی په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم پر حق ټینګار کړی دی.
دغه څرګندونې پرون په مينسک کې د ډله ييزو امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته خپرې شوې.