اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ډاکټر عبدالله محقق ته: په خپل اظهار نظر او خبرو کې باید لازم احتیاط وشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په اړه د وروستیو څرګندونو په اړه د اجرائيه ریاست اعلامیه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په اړه د وروستیو څرګندونو په اړه د اجرائيه ریاست اعلامیه
ده دید خبری آژانس په رپوټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر او د عمومي سرمنشي ځانګړی استازی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قطعنامې پر اساس له افغانستان سره د مرستې لپاره دنده ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو د منشي ځانګړي استازي او یوناما په افغانستان کې د خپل ماموریت په کلونو کې زموږ هېواد او خلکو ته ځانګړي خدمات ترسره کړي دي. موږ د ځانګړي استازي او یوناما له اغېزمنو فعالیتونو او رول څخه ملاتړ او قدرداني کوو.
په عین حال کې چې له ټولو نړیوالو نهادونو څخه تمه لرو څو د ټاکنو له شفافیت څخه ملاتړ وکړي، د ټاکنو له ترسره کولو څخه د هغوی له ملاتړ هم مننه کوو.
په داسې حال کې چې د ټاکنو په اړه له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره مشروع اندېښنې شته، خو په خپل اظهار نظر او خبرو کې باید لازم احتیاط وشي څو د افغانستان او نړیوالو همکارانو ترمنځ اړیکي زیانمنې نشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا