اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

چین او پاکستان: طا-لبان له ګاونډیو هېوادونو سره ښه ګاونډیتوب وکړي

دید خبرې آژانس: چین او پاکستان په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو باندې ټینګار کړی دی او ویلي ده چې طا-لبان له ګاونډیو هېوادونو سره ښه ګاونډیتوب ته پام وکړي.

د دواړو هېوادونو ګډه خبرپاڼه چې چین ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څلور ورځني سفر وروسته خپره شوه، راغلي چې دواړه لوري د افغانستان سرپرست حکومت (طا-لبان) وهڅوي چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته کړي.

د بزنس سټنډرډ راپور له مخې، په دې خبرپاڼه کې همداراز له طا-لبانو غوښتل شوي چې له «ترهګرۍ» سره پرېکنده مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي چې د دوی تر حاکمیت لاندې خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د «ترهګریزو» کړنو لپاره وکارول شي.

که څه هم طا-لبانو پخوا په افغانستان کې د دوی تر ادارې لاندې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی و؛ خو پاکستان په کراتو پر طا-لبانو تور پورې کړی چې د تحریک طا-لبان پاکستان(ټي ټي پي) ملاتړ کوي.

د چین د ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزير په ګډه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې طا-لبان باید د«منځلارې» تګلاره غوره کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره ښه ګاونډیتوب ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې پر پنځو چینايي انجینرانو د برید پړه پر طا-لبانو اچوي.

پاکستاني چارواکو په وار وار طا-لبان په دغه هیواد کې «ترهګرۍ» ته په لمن وهلو تورن کړي او ویلي یې دي چې هغه  ډلې چې اوس په افغانستان کې مېشتې دي، په دغه هیواد کې د ډیرو «ترهګریزو» بریدونو مسؤلې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا