Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

چین او تاجکستان د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

دید خبرې آژانس: د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو څانګې رییس او د افغانستان په چارو کې ځانګړي استازي شرف رحیمي سره کې لیدلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې لنډې اعلامیې په ترڅ کې وویل، «په دې ناسته کې، چې په بیجنګ کې شوې، دواړو خواوو د ګډو ګټو او اندېښنو په اړه هر اړخیز نظرونه تبادله کړي دي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دواړو استازو په سیمه کې د ثبات او همکارۍ د لارو چارو په اړه بحث وکړ او د افغانستان د پیچلي سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت د حل لپاره یې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی.

د دې لیدنې نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو دا لیدنه په سیمه ییزو مسایلو کې د چین او تاجکستان د دوه اړخیزې همکارۍ څرګندونه کوي.

تاجکستان د افغانستان له اړخه له متوجې ګواښونو اندېښمن دی.

دغه ناسته دوه ورځې وړاندې په بیجنګ کې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button