اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

چینایان غواړي په کونړ کې د برېښنا تولید پر درېیو بندونو پانګونه وکړي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویلي چې د ګوسان کمپنۍ د کنړ په بشل، ساګي او سرتاق بندونو کې د برېښنا تولید لپاره «پانګونې ته چمتو» ده.

د دغه وزارت وزیر عبداللطیف منصور ادعا وکړه چې د کونړ د بندونو په جوړولو سره به د «افغانستان برېښنا نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادره شي.»

د طا-لبانو د ابو او برېښنا وزارت د یکشنبې د (زمري اوومه) په ورځ وویل چې عبداللطیف منصور د یوې چینایي کمپنۍ له یوه چارواکي سره کتلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه شرکت چمتو دی، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي او بندونو جوړ کړي.

د طا-لبانو د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د کونړ سیند د «بشپړې برېښنا د تولید» وړتیا لري.

پاکستان تر دې مخکې د طا-لبانو د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی و چې غواړي د کونړ پر سیند بند جوړ کړي.

د بلوچستان پخواني د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي شخړو » لامل شي.

جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پریکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی و.

اڅکزي ویلي و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي افغانستان د برېښنا له ستر ناورین سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا یوازې ۴۰ سلنه افغان کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.

افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا