اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

چینايي مېرمنې په افغانستان کې له طالبانو سره د هغوی په ټوپک لوبې کوي

د افغان ښځو پر وړاندې د طا-لبانو له سخت دریځ او تاوتريخوالي سربیره، طا-لب جنګيالي له بهرنيو ښځو سره توپيري چلند کوي. د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې چینایي میرمنې، امریکايي وسلې په لاس له طا-لب جنګیالیو سره انځورونه اخلي او له طا-لبانو سره په ګډه ډوډۍ خوري.

په دغو انځورونو کې چینايي میرمنې په یو هوټل کې له طا-لبانو سره په یو دسترخوان ډوډۍ خوري. دوی د امریکايي وسلو سره د وسله والو طا-لبانو تر څنګ انځورونه اخلي یا د ساتونکي رول لوبوي. دغه میرمنې د کابل په پارکونو او د وزیر اکبر خان تپه کې له طا-لبانو سره ګرځي.

په یو انځور کې یوه چینایي ښځه په یوه څوکۍ ناسته ده او طا-لب عسکر یې تر شا ولاړ دي.

په یو بل انځور کې یو طا-لب سرتیری له دوو چینایي ښځو سره چې اسلامي حجاب یې اغوستی لیدل کیږي چې په ظاهره له ښاره بهر په یوه باغ کې دي.

په بل انځور کې یوه چینايي ښځه لیدل کیږي چې په یو رسټورانټ کې له دوو طالب سرتیرو سره ډوډۍ خوري. دا څرګنده نه ده چې رسټورانټ په کوم ولایت کې موقعیت لري.

په یو بل انځور کې بیا یوه چینايي ښځه او یو طا-لب سرتیری لیدل کیږي چې د امریکايي وسلو سره د نښه ویشتلو انداز کوي.

کله کله هم طا-لبان د فلمي لوبغاړو په شان له چینايي ښځو سره اوږه په اوږه انځورونه اخلي. په دې انځورونو کې ډیری چینایي میرمنې پرته له حجاب څخه دي او د بدن ځینې برخې یې لیدل کیږي.

دا انځورونه له بهرنیو ښځو سره د طا-لبانو د دوستانه او زړه سواند چلند ښکارندويي کوي، خو له افغان ښځو سره ورته چلند نه کوي. د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو د طا-لبانو له خوا د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

چین په افغانستان کې له طا-لبانو سره ډېرې نږدې او ژورې اړیکې لري. چین له طا-لبانو سره د کانونو، تیلو او ګازو او پراختیایي پروژو لسګونه تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه هیواد په چین کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او په نړیواله کچه د دې ډلې د دریځ دفاع کوي.

دا انځورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو بې ساري بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ “عورت” بلل شوی. ښځې له شرعي محرم پرته بهر ته د تګ اجازه نه لري. ښځې اجازه نه لري چې پارکونه او عامه ځایونه وکاروي. حمامونه او ارایشګاه‌ګانې د ښځو پر مخ تړل شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو، یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د اروپا پارلمان پر افغان مېرمنو ډېریدونکي محدودیتونه “د بشریت پر وړاندې د جرمونو او د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه” بللې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا