اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

چین:افغانستان باید د نړۍوالو همکاریو ډګر شي

دید خبرې آژانس: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وويل: «افغانستان بايد د نړۍوالو همکاريو په ډګر بدل شي، نه د جيوپوليټيکي سياليو په ډګر.»

هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د ترهګرو خوځښتونه له نږدې وڅارو او د معلوماتو له تبادلې او شریکولو څخه ګټه پورته کړو.

وانګ‌يي د جمعې په ورځ د روسيې او ايران د بهرنيو چارو له وزيرانو او د پاکستان د دفاع له وزير سره په کتنه کې د افغانستان د ګاونډیو او د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د همکارۍ سازمان د غونډې له ظرفیتونو د کار اخیستلو غوښتنه کړې، د نوموړي په خبره: «ترهګر باید له منځه ولاړشي.»

نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ارزښت د ټينګار تر څنګ د افغانستان له بيارغونې ملاتړ وکړ او د سيمه ييزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او په سيمه کې يې په سترو پروژو کې د افغانستان شاملېدل مهم وبلل.

نوموړي دغه راز د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان رول مهم وباله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مرکزي بانک د ذخیرو پر خلاصیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ باید په درناوي سره د افغانستان چارواکو ته لارښوونه وکړو چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د ساتنې د ښه والي او پیاوړتیا په برخه کې او د اسلامي هېوادونو په ځانګړي توګه د منځني ختیځ له تجربو ګټه واخلو او د افغانستان د عصري کولو په لاره کې ورڅخه ګټه واخلو.»

روسیه، چین، ایران او پاکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له طالبانو سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا