اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

چين: د فلسطين او اسرائيلو د شخړې حل د امنيت په شورا کې زموږ لومړيتوب دی

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ویلي، چې په امنیت شورا کې د دغه هېواد د راروانې دورې تمرکز به د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د شخړې پر حلولو وي.

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي جانګ جون د بېجينګ/پکن د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د دوره‌ای په مناسبت په يوه خبري ناسته کې وويل: زموږ د ولسمشرۍ او همدارنګه د ټولې امنيت شورا عمده لومړيتوب به د اسرائيلو د جدي مسئلې حل کول وي. یا د غزې جګړه. دا مسله له تېرو څو اوونيو راهيسې د شورا د پاملرنې په مرکز کې ده او په دوام به يې د شورا او د چين د ولسمشرۍ ماڼۍ د پاملرنې وړ وي.

دغه ديپلومات زياته کړه چې افغانستان، بوسنيا هرزګوينا، ليبيا او پر سوماليا د بنديزونو د غځولو موضوع به هم د امنيت شورا د اجنډا په سر کې وي.

جانګ جون وويل: موږ به د اوکراين حالاتو ته هم پاملرنه وکړو.

هغه وويل، چين به نه يوازې د مخکې ټاکل شوي پلان پر بنسټ د مگرو ملتونو د امنيت شورا د کار چارې پرمخ بوځي، بلکې د نړيوالو پرمختګونو په اړه به غبرګون وښيي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا