چين د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کورونو جوړوې
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د چين له سفیر ژاو شېنګ او مل پلاوي سره کتلي دي.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د چين سفير په دغه کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نېکو اړیکو يادونه کړې او ويلي يې دي، چې د چين او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو اويا کاله پوره کېږي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا ښيي.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته په اشارې ويلي چې د چين سفارت په وروستي يو کال کې د افغانستان سوداګرو او وګړو ته ګڼ شمېر ويزې صادرې کړې دي، چې دا پخپله د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او پیاوړتیا ښيي.
د چين سفير د ګاونډيو هېوادونو له لوري را ايستل شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو جوړولو، روغتيا، سروې او د افغانستان د کانونو استخراج لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې د چين ولسي جمهوريت همکاري به دوام ولري.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې د کډوالو سره د همکاریو او په نړيوالو غونډو کې د افغانستان دريځ د ملاتړ له امله د ياد هېواد څخه مننه کړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړې، چې چين د يوه ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکې لري او په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو، چې په نږدې راتلونکي کې هم د دواړو هېوادونو اړيکې لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.
ښاغلي حنفي همدارنګه د چين له دولت څخه غوښتنه کړې، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي، چې له افغانستان سره نيکې اړيکې ولري