اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

چين به ژر د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم کوربه توب وکړي

دید خبري اژانس: چين به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړيوالې همکارۍ فورم کوربه توب وکړي.

د يو کمربند او يوې لارې د نوښت تر عنوان لاندې د نړيوالې همکارۍ دريم لوړ پوړی فورم به د اکتوبر په مياشت کې په بېجينګ/پکن کې تر سره شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين په دې وروستيو کې په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د يو کمربند او يوې لارې د نوښت په اړه د اړوندو هېوادونو د چارواکو کوربه توب وکړي.

د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کې په تېره اسمبلۍ کې د ۳۷ حکومتونو د مشرانو په ګډون د ۱۵۰ هېوادونو او ۹۰ نړیوالو سازمانونو شاوخوا ۵ زره استازي راټول شوي وو.

په پایله کې د ۶۴ میلیارده ډالرو په ارزښت ۲۸۳ قراردادونه لاسلیک شول.

د اوسني فورم اصلي موخه د يو کمربند او يوې لارې د نوښت په اړوند په ټولو سيمو کې د اقتصادي پيوستون، جيوپوليټيک ثبات او ټولنيز پرمختګ د لارو چارو په اړه بحث کول دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: د يو کمربند او يوې لارې نوښت چې اصلي موخه يې دوه اړخيزې اړيکې دي، موخه يې د نړيوالو اقتصادي همکاريو د يو نوي پلاتفورم رامنځته کول او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ او د نړیوال اقتصاد وده پرمختګ لپاره نوی تحرک دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا