چودري: افغانستان سره باید د یوه خپلواک هېواد په توګه چلن وشي
دید خبرې آژانس: د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو د مؤسسې مدیر د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو ښه کېدل مهم بللي دي.
اعزاز احمد چودري زیاتوي، له افغانستان سره باید د یوه خپلواک هېواد په توګه چلند وشي او په وینا یې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو او له هغې ډلې د حکومتولۍ په څرنګوالي کې لاسوهنې ونه کړي.
ښاغلی چودري وايي: (موږ باید له افغانستان سره د یوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه چلند وکړو. هغوی باید پخپله پرېکړه وکړي چې دوی څه ډول حکومت غواړي یا کوم ډول سیسټم غواړي او موږ نه باید د دوی له دې مسایلو سره کار ولرو.)
اعزاز احمد چودري د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان سټراټيژیک موقعیت او له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې مهمې بولي او زیاتوي چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو ښه کول د پاکستان د بهرنۍ تګلارې له لومړیتوبونو دي.
د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت عمومي رییس دغه راز ټینګار کوي چې د اقتصادي وضعیت ښه کول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو د ستونزو حل کول د دغو برخو د امنیت په ښه کولو کې مهم دي.
هغه څرګنده کړې چې: (د سیمې خلک، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د پولې دواړو غاړو ته اوسیږي، باید په اقتصادي فعالیتونو کې ښکیل شي او د ملیشو په واک کې اوسنی ځای باید کم شي. زه فکر کوم که موږ وکولای شو، په یو ډول له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو د اصلي تمرکز په توګه اقتصادي ګټې په پام کې ونیسو.)
د سیاسي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځی په دې اړه وايي: د افغانستان، پاکستان او سیمې حقیقي تصویر ټولې نړۍ ته څرګند دی. خو ما د سیمې په هېوادونو کې دا جرأت نه دی لیدلی چې ورته و وايي چې دغه مو حقیقي تصویر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې اوږدو کې ستونزې، د دغه هېواد پر ضد د افغان خاورې د کارولو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې او د بېلابېلو لاملونو له مخې د تورخم د لارې بندېدل هغه مهم لاملونه بلل کېږي چې تل یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو باندې سیوری غوړولی دی.