اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

چمن اوسېدونکي:طا-لبان دې زموږ غم وخوري

دید خبرې آژانس: د چمن پرلت‌وال او ځايي اوسېدونکي یوځل بیا پر طا-لبانو غږ کوي، چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو مسله دې حل کړي. د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي وايي، هلته ځايي سیاسي ګوندونه ناتوانه دي.

د چمن د پرلت غړی حمیدالله وايي، پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو سره سم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ جبري شوی دی.

نوموړی وایي، په سوېلي پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه ناتوانه او د پاکستان د حکومت تر فشار لاندې دي او طا-لبان باید د دوی ستونزې هوارې کړي.

نوموړی وايي:« دا دروازه د طا-لبانو د اوسني حکومت په راتګ سره تړل شوې ده؛ خو که د افغانستان اوسنی حکومت د خبرو له لارې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات ونه کړي، زموږ پرلت هیڅ ګټه نه کوي، موږ له دربه دریو سره مخامخ یو.»

نوموړی وايي، د چمن او سپین بولدک اوسېدونکي دې په ګډه یوه قومي جرګه جوړه کړي او د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د پرتو اوسېدونکو ستونزې دې د دواړو هېودونو له چارواکو سره حل کړي.

د چمن یو بل اوسېدونکی عصمت الله وايي،‌ د تېر یو نیم کال راهیسې په دغه ښار کې کاروبار په ټپه درېدلی دی.

د نوموړي په خبره، د یاد ښار ډېر ځوانان د کار پیدا کولو په لټه د پاکستان نورو ښارونو ته تللي دي. په داسې حال کې چې وړاندې به د کار کولو لپاره د پاکستان له لرو پرتو سیمو څخه خلک دلته د کار کولو لپاره راتلل.

نوموړی وایي:« پر دروازه سوداګري محدوده شوې ده، د عامو خلکو تګ راتګ دواړو خواوو ته محدود شوی دی. ان جنازې وړل راوړل ستوتزمن شوي دي. ډېر کسان کراچۍ او اسلام اباد ته د کار کولو لپاره تللي دي او د پاکستان د حکومت همدا پلان دی، چې باید په دې سیمه کې کاروبار کم شي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري شوي پرېکړې د حل په موخه پر طالبانو غږ کوي، تر دې وړاندې هم دغو پرلت‌والو له طالبانو ورته غوښتنې کړې وې؛ خو طالبانو تر اوسه د دې مسلې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې په غبرګون وهل شوی یوکلن پرلت د یو شمېر حکومت پلوه حکومتي قومي مشرانو په منځګړیتوب د ځینو ژمنو پر بنسټ پای ته ورسول شو.

خو د پرلت له پای ته رسېدو دوه اونۍ وروسته یو ځلې بیا هلته یوشمیر ځوانانو پرلت وواهه او ادعا کوي، چې د پاکستان حکومت او حکومت پلوي قومي مشران پر خپلو ژمنو له دوی سره ونه درېدل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا