افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

چاودنه په مزارشریف کې لږترلږه ۸ تنه ژوبل کړي

د دید خبری آژانس: د مزارشریف ښار د چرګانو د پخواني بازار په چوک کې نن دوشنبه(۵میزان) د غرمه دوولس بجې چاودنه وشوه.


لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې، چې تراوسه یې څرنګوالی معلوم نه دی، لږترلږه ۸ تنه ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
یوې ځايي سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلی دی چې په یوه رېړه یا لاسګاډي کې چاودېدونکي مواد اېښودل شوي وو او غالباً د ریموټ کنټرول په وسیله چاودول شوي دي.
خو په مزارشریف کې طالب چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې برید د هدف په اړه هم څه نه دي ویل شوي او نه یې مسئولیت کومې ډلې په غاړه اخیستی دی.
دا له کله چې طالبانو مزارشریف نیولی، په دې ښار کې لومړنۍ چاودنه ده. مزارشریف د طالبانو تر واکمنۍ پخوا هم امن ښار و.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې دا ډول بریدونه پای ته رسېدلي خو یوازې په جلال اباد کې ډېر شوي دي. د جلال اباد په بریدونو کې د تور ګوته داعش ته نیول کېږي.
خو طالبانو بیا ویلي چې د جلال اباد په بریدونو کې د سیمې استخباراتي ادارې لاس لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا