Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

څلور زره کورنۍ په فراه کې له برېښنا برخمنې شوې

دید خبرې آژانس: د فراه ولایت د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې ۴ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.

د یاد ولایت د برېښنا شرکت د عملیاتو مدیر صلاح‌الدین ویلې: «اوس مهال د ښار ۵ ناحیو اوسېدونکو ته برېښنا برابره شوې او په نږدې راتلونکي کې به د یو بل ترانسفارمر په لګولو سره د فراه ښار ۶ نورو ناحیو اوسېدونکو ته هم برېښنا برابره شي».

د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، فراه ښار کې د برېښنا برابرول د سیمې د خلکو پر ژوند او اقتصادي فعالیتونو مثبته اغېزه کړې ده.

ځایي اوسېدونکي اوسنۍ برېښنا د ټولو لپاره کافي نه بولي او له مسوولينو څخه په دې برخه کې د لا زياتو هڅو او بخش اباد بند د ژر تر ژره رغولو غوښتنه هم کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button