اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

پیني وانګ: طا-لبان په منظم ډول د افغان ښځو پر وړاندې ظلم کوی

دید خبرې آژانس: د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، چې طا-لبانو د بشري حقونو او د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو او ازادۍ ته سپکاوی کړی دی.

نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې.

هغې د دغو خبرو پرمهال وویل، چې طا-لبان په منظم ډول د افغان ښځو پر وړاندې په ظلم کې ښکېل دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه، چې په دې برخه کې قانوني اقدام به د جرمني په مشرۍ ترسره شي.

پیني وانګ وایي، چې څلور هېوادونه به د افغانستان په اړه د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له نړۍوال کنوانسیون څخه د سرغړونې په اړه قانوني اقدام وکړي.

هغې زیاته کړې، چې افغانستان دغه نړۍوال کنوانسیون لاسلیک کړی؛ نو د دغه هېواد د اوسنیو حکومتي چارواکو پر ضد دې اقدام وشي.

پني وانګ پر طا-لبانو غږ وکړ، چې د نړۍوال کنوانسیون له مخې په دې برخه کې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ ویلي که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي؛ نو د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طا-لبانو پرضد شکایت وکړي.

دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا