اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

پکتیکا کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۲۰ سلنې مخته تللي

دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د پکتیکا د پلتوني بند د جوړولو چارې نږدې ۲۰ سلنې مخته تللي دي.

د دغه وزارت ویاند ویلی، دغه بند د ۱۰۷ میلیون مټر مکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۲۵۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

مطیع الله عابد زیاتوي چې دغه بند به د ۹۳۵ کیلو واټه برښنا د تولید وړتیا هم ولري.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع‌ الله عابد ویلې: «د پکتیکا ولایت د پلتوني برښنا بند پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت یو له مهمو پروژو ده، چې کار یې شاوخوا ۲۰ سلنې مخته تللی دی. د یادونې وړ ده چې دا بند د ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو، د یو میګاواټ برښنا د تولید او هر کال د ۱۰۷ میلیونه مټرمکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.»

د پکتیکا د مرکز ښرنې په ۱۲ کیلومټرۍ کې د پلتوني بند ۳۰ مټره لوړوالی، ۲۶۰ مټره اوږدوالی او ۱۱۲ مټره پلنوالی لري.

 دغه بند د  موسمي اوبو د زېرمه کولو، د کرنې د ودې، او د برښنا تولید په موخه د ۸۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا