اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث
پکتیا کې د اسماني تندر راغورځېدو؛ شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
دید خبرې آژانس: د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر یوه کور د اسماني تندر غورځېدو په پېښه کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په شیجنک کلي کې پر یوه کور باندې د اسماني تندر راغورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ یو غړی مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د یاد ولایت حوزوي روغتون ته استول شوي دي.