اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

پکتیا ته د ندیم سفر؛ ګډونوال د انځور اخیستلو څخه منع شول

دید خبرې آژانس: سرچینو ویلي چې په پکتیا ولایت کې د یوې غونډې ګډونوال چې پرون دوشنبه د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزیر پکې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللي وو، له هر ډول انځوراخیستلو منع شول.

د یو شمېر ګډونوالو په وینا دا غونډه چې د پکتیا پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه؛ خو دوی د عکسونو اخیستلو او غږ ثبتولو څخه منع شوي دي.

د غونډې یوه ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایی چې دوه ورځې وړاندې خوست ولایت ته د طا-لب چارواکي له سفر او په شیخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال له انځور اخیستلو څخه د خبریالان منع کولو وروسته دغه بندیز دوشنبې په ورځ د تلې په ۳۰مه پکتيا ته د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم سفر سره يو ځل بیا پلي شو.

دغې سرچینې ویلي چې په دې غونډه کې همداراز خبریالان هم نه وو بلل شوي.

د دغې سرچينې په وينا، دغه غونډه د پکتيا پوهنتون په ورزشي تالار کې جوړه شوې وه او کله چې د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزير ننوت، د دغه تالار پر سکرینونو ويډيوګانې هم بندې شوې.

دغه سرچينه همداراز وايي، چې په دې کتنه کې ندا ​​محمد ندیم د بېلابېلو علومو او تخصصونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. خو د ژورنالېزم او ادب يادونه يې ونه کړه.

همدا راز نوموړي په خپلو خبرو کې د «امر بالمعروف» له لوري د صادر شویو حکمونو پر تطبیق ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طا-لبانو په دې وروستیو کې د خپل نوي قانون له خپرېدو وروسته د هېواد په شمال کې په تخار ولایت کې د سیمه ییزو تلویزیونونو خپرونې بندې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا