اسلایدشوافغانستانسیاست

پښتانه د نړیوالو دسیسو ښکار دي

اولیور روا، فرانسوی لیکوال او ژورنالیست، چې د افغانستان د جهاد پر مهال یې افغانستان ته خورا سفرونه کړي دي، د افغانستان د جنوب او جنوب غرب په تېره بیا د قندهار په باب خپل خاطرات داسې کښي : که غواړئ افغانستان و پېژنئ؛ نو لومړی پښتانه و پېژنئ؛ ځکه د افغانستان ټولنیز جوړښت او سیاسي بنسټونه ددې قوم د فرهنګ پر بنسټ بڼه نیولې ده. احمد شاه ابدالي، چې ځواک ته ورسېد؛ نو لومړی یې د اقوامو مشرانو په شیر و خورشید کې په قندهار کې سره راټول کړل او خپل سیاسي مشروعیت یې په هغوی تثبیت کړ  او بیا یې خپل سیاسي نظام د هغوی په چوپړ کې کړ؛ نو افغانستان له احمد شاه ابدالي نه تر حامد کرزي او د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت، د پښتنو په نامه دي .

کارل پوپر،چې د جامعه باز او دشمنان آن د کتاب لیکوال دی، د وینا له مخې، ددې حاکمیت تداوم، د نور قومومونو په پرتله د پښتون ته یو غوره والی جوړ کړی دی، چې په  خواشینۍ سره ددې پروسې لوبغاړیو له دې چاره د یوه دودیزې سرقلفۍ او کریډيټ په نامه ګټنه کړې ده؛ لکه څنګه چې کله ځنې له همدې لوبغاړیو ځنې شعارونه ورکوي، چې تاجکان دې تاجکستان ته ولاړ شي، ازبکان دې ازبکستان ته ولاړ شي، دلته افغانستان دی او د پښتنو سیمه ده.

ددې غږ راپورته کوونکي بې له دې چې د خپل غږ منځپانګې ته پام وکړي، چې که نور اقوام له یوې جغرافیایي محدودې ووځي؛ نو څنګه د ملي هېواد، ملي ګټو او ملي هویت ادعا کولای شو؟ که نور اقوام یې له شهروندي او ملي حقوقو ځنې بې برخې شي؛نو څنګه به د هغه هېواد مشران ځان ملي چوپړیالان معرفي کړي؟ په هغه سیمه کې چې ملي هویت بڼه و نه مومي، ملي ګټې نه پلي کېږي او که په یوه ټولنه کې ملي ګټې حیثیتي ارزښت و نه مومي؛ نو ټول جنایات، خیانتونه لکه فساد به په یوه معمولي چار واوړي . که له احمد شاه ابدالي نه تر حامد کرزي پورې د حکومتوالۍ لړۍ د سیاسي عقلانیت او ټولنیز عدالت پر بنسټ بنسټیز شوی وای؛ نو نن به افغان یو ملي ویاړ او د نړیوال حیثیت څښتن و او په ټولنه کې به مو د دانشګاه او پوهنتون په نامه بحثونه نه ول .

ددې پروسې حکومت کوونکيو هېڅکله داسې فکر و نه کړ، چې حکومتوالي د عقلانیت او عدالت پر بنسټ پر مخ بوځي؛ نو هر یو یې راغی، چارواکي یې وکړه، لوټ مار یې وکړ او ولاړل او ځواب ورکوونکی یې هغه قوم شو، چې په نامه یې حکومت رامنځ ته شوی دی . په دې باب یوه جالبه خاطره لرم: یو وخت په ایران کې مې د دیپلوماټ دنده ترسره کوله. له یوه سیاسي چارواکي سره مې کتنه درلوده –چې روحاني هم و- راته یې وویل : د خپلو خلکو په تېره د پښتنو ځوانانو قدر او درناوی وکړئ. موږ ۳۰ کاله لګښتونه کوو او تر اوسه مو ټولنه اسلامي شوې نه ده؛ خو په افغانستان کې چې کله د اذان او رمضان غږ راپورته شي؛ نو ټوله ټولنه او ځوانان اسلام ته ورمخه کړي .

دیوید استون د سیاست په ډګر کې د کارکرګرايۍ د پلار په نامه ګروهن دی، چې تر بحران روسته هېوادونه هغه مهال کولای شي، چې له یوه مطلوب او کارنده سیاسي  نظامه برخمن شي، چې مشروعیت زا لاملونه؛ لکه اعتقادي مشران، سیاسي ګوندونه، قومي مخور او علمي مخور یې خپل مشروعیت په یوه سیاسي نظام کې متمرکز کړي .

سره له دې ټولو که د ټولنې سیاسي او فکري مخور او په تېره پښتانه مخور د ټولنیز عدالت پر بنسټ یو معقول سیاسي نظام ته لېچې راونه نغاړي؛ نو پایله به یې همدا وي، چې ټولنه مو له احمد شاه ابدالي نه تر اوسه پورې پرې ککړه ده او پایلې یې هغه قوم ته ورمتوجې دي، چې په نامه یې حکومت جوړېږي؛ خو په خپله نه کوم چت په کومه بیدیا کې لري او نه هم کوم غار په کوم غره کې. په خواشینۍ، چې نور قومونه هم ورته د یوه سیاسي تورن په نامه ورګوري او همدا دی، چې د افغانستان جغرافیا تل د قومي شخړو،سیاسي سیالیو او نیابتي جګړو  ځای دی .

داکتر دانش بختیاری- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا