اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالب

پژشکیان له طا-لبانو سره د سیمې تعامل غواړي

دید خبرې آژانس: ایران چې په کور دننه پر افغان کډوالو د کار او ژوند کړۍ تنګه کړې، ولسمشر یې وايي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د هرګام ملاتړ کوي.

مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنه کې وویل، له افغانانو سره باید د سولې او سوکاله ژوند په برخه کې مرسته وشي.

ښاغلي پزشکیان او نریندرا مودي د بریکس غونډې په څنډه کې سره ولیدل.

پزشکیان په دغه لیدنه کې په غیر مستقیم ډول د طا-لبانو له حکومت سره د تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې« د سیمې د راتلونکې د جوړلو په اراده او انګیزه باید له افغانستان سره هم تعامل او خبرې اترې ولرو».

د ایران ولسمشر د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه د روسیې په کازان کې د بریکس ډلې د سرمشریزې په ۱۶مه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی.

پزشکیان په بریکس ډله کې د تهران او نوي ډیلي غړیتوب د دوه اړخیزو همکاریو په لا ډیروالي کې مرستندوی ګڼي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې ناسته کې د ایران ولسمشر ته د نوي ډیلي د سفر بلنه ورکړه.

مودي پر خپل ایکس ولیکل چې د ایران له ولسمشر سره یې ګټوره ناسته درلوده او پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو سره وغږیدل.

دواړو خواوو د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د چابهار بندر پر ارزښت او پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

د مودي رسنیز دفتر اعلان وکړ چې « د چابهار بندر د تړون لاسلیکول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د عطف ټکی دی. دواړو مشرانو یوځل بیا د افغانستان په بیا رغونه او پراختیا کې د هغه پر ارزښت ټینګار وګړ».

چابهار بندر د هند او ایران ګډه پروژه ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره چې په وچه ایسار دي، مهم ټرانزیټي بندر ګڼل کیږي.

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په چابهار بندر کې پر افغان سوداګرو ځمکې نه پلوري او یوازې د ګډو ګټو لپاره ترې ګټه اخستل کېدای شي.

د بریکس سرمشریزه نن د روسیې د ولسمشر په کوربه توب ددغه هېواد په کازان کې پیل شوه.

غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو خبرو کې وویل، چې بريکس ډله په نړيوال ډګر کې د واک، نفوذ او مقام له اړخه په لوړ ځای کې ده او دغه ډله د نړۍ د وضعیت په تړاو خپل مسووليت په خبرو نه، بلکې په کړنو کې ثابتوي.

نوموړي وویل چې له بریکس سره همکاریو ته ۳۰ هېوادونو لېوالتیا ښودلې او د نړۍ د سوېل او ختیز د هېوادونو لېوالتیا هم له پامه نه شي غورځول کېدای.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا