افغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پوهنې وزارت ۴۰ زره کسان جذبوي

دید خبرې آژانس: پوهنې وزارت د ازموینو له ملي ادارې سره د دغه وزارت په خالي بستونو کې د فارغو شویو مسلکي کسانو د ګومارلو هوکړه لاسلیک کړه.

د پوهنې وزارت مرستیال په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي، په پام کې ده چې د دغه وزارت په څلوېښت زره خالي بستونو کې وړ کسان په کار وګمارل شي.

د پوهنې وزارت مرستیال، صبغت الله وصیل زیاته کړه: « اوس مهال د کابل ښار د پوهنې ریاست ۲زره بستونه دي، د کندهار د پوهنې ریاست شاوخوا ۵۰۰۰ بستونه دي او د بېلابېلو ولایتونو شمېرې دي چې موږ به یې وخت په وخته کره کوو.»

د ازموینې ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني هم و ویل: « نن یو قیمتي مجلس دی چې پوهنې وزارت څنګه دغه ستر هدف ترلاسه کړي، او د دغه هدف په ترلاسه کولو کې موږ له دوی سره همکار یو.»

صبغت الله وصیل د خپلو خبرو په دوام ویلي، نورو هېوادونو ته په کتو په افغانستان کې د زدکړو معیار د کیفیت له پلوه ټیټ دی او په خبره یې د پوهنې وزارت د پام وړ مسلکي کسان نه لري.

ښاغلي وصیل څرګنده کړه چې په ښوونځیو کې یو شمېر ښوونکي د خپلو رشتو خلاف ګومارل شوي چې دې چارې د پوهنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

هغه په دې اړه و ویل: « د ښوونکو کمښت ده، ښوونکي د رشتو مطابق نه دي ګومارل شوي، د سرچینو وېش نا انډوله او غیر عادلانه دی.»

د پوهنې وزارت مرستیال ویلي، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، دا دویم ځل دی چې دغه وزارت په دومره لوړه کچه خلک ګماري؛ خو ټینګار یې وکړ، چې هیڅوک هم د اړیکو په وسیله نه دی ګومارل شوی؛ بلکې د رڼې ازموینې په پایله کې ګمارنه ترسره کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا