اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پوتین د کمونیست مشرانو سره د لیدو لپاره ویتنام ته لاړ

دید خبري آژانس: ولادیمیر پوتین؛ د روسیه ولسمشر شمالي کوریا ته د خپل سفر له پای ته رسېدو څخه وروسته د نن پنجشنبې په سهار (د جوزا ۳۱مه) ویتنام ته ورسېد او هلته به د کمونیست له مشرانو سره ګوري.

تران هونګ د ویتنام د لومړي وزیر مرستیال او د هیواد یو شمیر لوړ پوړو ډیپلوماتانو د ولادیمیر پوتین څخه د هانوي په هوایي ډګر کې هرکلی وکړ.

ویل شوي چې پوتین به د ویتنام په پلازمېنه هانوي کې د دغه هېواد له کمونیست مشرانو سره ګوري او خبرې وکړي.

د نهان ډان ورځپاڼې چې د ویتنام د واکمن کمونیست ګوند ملکیت دی، د چهارشنبې په ورځ د ولادیمیر پوتین یوه مقاله خپره کړه چې په کې د روسیې ولسمشر د اوکراین د جګړې په اړه د ویتنام د “متوازن دریځ” ستاینه کړې.

ویتنام چې په رسمي توګه یې له ځواکمنو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې د «بې طرفۍ» پالیسي غوره کړې، تر اوسه یې پر اوکراین د روسیې د برید له غندلو ډډه کړې ده.

په ورته وخت کې، دا هیواد توانیدلی چې په محتاط ډول د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې یو متحد پاتې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا