اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پوتین او د هغه ازبک سیال په افغانستان کې سوله او ثبات یو «لومړیتوب» بللی دی

ډید خبري اژانس: د روسیې او ازبکستان مشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات مهم لومړیتوب بللی دی.

کرملین پرون لیکلي چې دا موضوع ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر د سفر پر مهال د ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف په ګډه اعلامیه کې مطرح شوې ده.

د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «د هېوادونو مشران په افغانستان کې سولې او ثبات ته د یوه داسې عامل په توګه لومړیتوب ورکوي چې د منځنۍ اسیا او ګاونډیو هېوادونو پر امنیت اغېز کوي».

په خبرپاڼه کې راغلي چې روسیه او ازبکستان غواړي د افغانستان د شخړې د هواري لپاره د کوټلو پایلو د ترلاسه کولو په هدف د مسکو په بڼه، د شانګهای د همکاریو سازمان او نورو میکانیزمونو په چوکاټ کې خپلې هڅې همغږې کړي.

دواړو لورو د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ترانسپورتي دهلیز د پراختیا لپاره د کاري ډلې لومړۍ غونډه هم مثبته ارزیابي کړه.

ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ماښام (۶ جوزا) د دوو ورځو لپاره ازبکستان ته ورسید.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا