په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د روغتیا برخې ننګونې او لاس ته راوړنې
دید خبرې آژانس: په ۲۰۲۴ کال کې د هېواد د روغتیا سکتور هم د لوړو او ژورو ترڅنګ له بدلونونو سره مخ شو.

د نورو مسایلو ترڅنګ د نجونو پر مخ د روغتیایي انسټیټوټونو تړل کېدل د روغتیایي زدکړو په برخه کې د له مهمو مسایلو شمېرل کیږي.
که څه هم دغه مسله لا هم د اسلامي امارت له لوري په رسمي ډول رد یا تایید شوې نه ده خو نجونې د خپلو ازموینو د تیرولو لپاره له لس ورځني مهلت څخه یادونه کوي.
د ډسمبر په ۴مه هایده، چې د قابلهګۍ محصله ده، وايي: “کله چې هغه ورځ انسټیټوټ ته راغلو، مدیر صاحب راته و ویل چې نور مه راځئ، انسټیټوټونه تړل شوي دي. بیا د هغې خبرې په نظر کې نیولو سره موږ ته لس ورځې وخت راکړ شو چې ازموینه ورکړو.”
دغه پریکړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.
یوناما، د بښنې نړۍوال سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، د بې پولې ډاکټرانو سازمان، د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي مرستیال، یونیسف او ځینو نورو هېوادونو او بنسټونو په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
سره له دې چې د اګسټ په ۲۲ نېټه د ملګروملتونو د نفوس صندوق خبرداری ورکړ چې افغانستان ۱۸ زره ماهرو قابلو ته سخته اړتیا لري او د دغې بیړنۍ اړتیا نه برابرېدل کولای شي د ډیرو ژوند له خطر سره مخ کړي.
خو د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او انکشاف مرستیال، په هېواد کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت رد کړ.
د ډسمبر په ۲۵مه، محمد حسن غیاثي، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پراختیا مرستیال و ویل: “له دیرش زرو ډېرې قابلهګانې لرو چې لا هم د سیسټم برخه نه دي او د کار موندلو لپاره د زمینې برابرېدو ته منتظرې دي.”
د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاینونو ترسره کېدل په دغه کال کې یوه بله مهمه پېښه وه.
په دې کال کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ګوزڼ واکسیناسیون لس کمپاینونه ترسره شول.
خو په دغه کال کې د پولیو واکسیناسیون د دریو کمپاینونو د ترسره کېدو بڼه بل ډول وه یعنې دغه کمپاینونه د نورو کلونو په څیر کور په کور نه بلکې په جوماتونو او ټاکل شویو ځایونو کې ترسره شول.
د عامې روغتیا وزارت په دې کال کې د یادې ناروغۍ هيڅ مثبته پېښه تایید نه کړه خو د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د څه باندې شلو پېښو خبر ورکړی وو.
د ډسمبر په ۲۴مه، د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل و ویل: “البته سږ کال زموږ سره کوم تایید شوی مورد نشته، خو مشکوکې پېښې موجودې دي.”
د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه بنسټونو له لوري د پولیو د لومړني لاربراتوار جوړول او له افغانستانه عراق ته د ۵۸۰ زره ډالرو په ارزښت د سیروم د صادراتو پیلېدل په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د یاد سکتور بله لاسته راوړنه وه.
د فبرورۍ په ۸مه، د ګوزڼ پروګرام د ختیځ مدیترانې د حوزې رییس، حامد جعفري، و ویل: “ډېره مهمه ده چې دواړه هېوادونه یوځای کار وکړي او په همغږۍ سره ګامونه پورته کړي. دا دواړه هېوادونه یوازې نشي کولای دې بریا ته ورسېږي.”
په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو ستونزې، خوارځواکي او له ټولو مهم د مور او ماشوم مړینه هغه موضوعات و چې د نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې را وپارولې.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۳ هغه به یې له لوږې سره مخ شي او وړاندوېنه شوې چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې نږدې ۹ اعشاریه ۲ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان پر سخته خوارځواکۍ اخته شي.
د ملګروملتونو د نفوس صندوق افغانستان د ښځو د زیږون لپاره په نړۍ کې یوه سخته سېمه بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې د امیندوارۍ او زیږون اړوند مخنیوي وړ لاملونو له امله یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان هم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له امله مړه کیږي.
خو د عامې روغتیا وزارت دغه ادعاوې رد کړې.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس هم وايي چې ۳۳ سلنه افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري .
د نومبر په ۱۹مه، په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی، ادوین سنیزا سالوادور وايي: “شاوخوا ۶۷ سلنې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري؛ یانې پاتې ۳۳ سلنې د هېواد وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.”
خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ روغتونونو د رغاونې لپاره د اسلامي امارت له لوري د بودجې له منظور کولو خبر ورکړ.
د ډسمبر په ۲۵مه، د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي و ویل: “د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عامه روغتونونو د جوړولو ځانګړې بودیجه د امیرالمومنین لخوا منظور شوې دي. د دغې پروژې قانوني او لومړني پړاونه ترسره شوي، او د روغتونونو د جوړونې چارې به ژر عملي پیل شي.”
ولیدل شي چې په راتلونکي زیږدیز کال کې به روغتیایي اړتیاوې پوره شي او ایا دغه سکتور به پرمختګونه ولري که نه؟