اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې د پولیو ضد واکسین کمپاین سبا دوشنبه (د لړم ۱ نېټه) د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پیل شي.

د «پولیو څخه پاک افغانستان» په X ټولنیزه شبکه پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا کمپاین به په تخار، کندز، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل شي.

په دغه اعلاميه کې د يادو ولايتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين کړي، څو له افغانستانه د پوليو ناروغي له منځه ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په ټول هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.

هر کال په ټول هېواد کې د پوليو او ګوزڼ د ناروغۍ پر وړاندې د واکسيناسيون بېلابېل کمپاينونه پيلېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا