اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر
په ۱۴۰۳ کال کې؛ افغانستان له هند سره ۸۹۰ میلیونه ډالر راکړه ورکړه کړی ده
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان او هند ترمنځ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد، نن په یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په بهیر کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه ۶۲۷ میلیونه ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیونه ډالر یې واردات دي.
ویل شوي چې هند ته د افغانستان په صادراتي اقلامو کې انځر، هېنګ او د هېنګ تخمونه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام او په وارداتي اقلامو کې بوره، خام مواد، منسوجات، د موټرو پرزې، ماشین آلات او نور توکي شامل دي.