اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

په یونان کې د مهاجرو د کښتۍ د وژونکي ناورین په تړاو په پاکستان کې لس تنه نیول شوي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د یونان په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته ۱۰ تنه د انساني قاچاق په شک په پاکستان کې نیول شوي دي.

د مدیترانې په سمندرګي کې د یونان په سواحلو کې د مهاجرینو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د لسګونو کسانو له وژل کیدو وروسته پاکستاني چارواکو د انساني قاچاق په تور د لسو تنو د نیولو اعلان وکړ. پاکستاني چارواکو هم له پېښې پنځه ورځې وروسته د یوه ورځني ماتم اعلان کړی او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هیلې یې کمې کړې دي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر د اعلامیې له مخې، شهباز شریف د هغو کسانو سره د قاطع چلند امر صادر کړی چې د انساني قاچاق په ناوړه جرم کې ښکیل دي او ژمنه یې کړې چې مجرمینو ته به «سخته سزا» ورکړل شي.

په دې کښتۍ کې د مهاجرینو په ډله کې یو شمیر پاکستاني اتباع هم وو.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې، له دغې پېښې څخه ۱۲ تنه ژوندي پاتې شوي هم د دغه هېواد اتباع دي.

دغه وزارت په دې بېړۍ کې د ټولو پاکستاني مسافرو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د مهاجرت ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په کښتۍ کې د پاکستاني مسافرو شمېر ښايي تر ۲۰۰ ډېر وي. د دغه هېواد ځايي رسنیو هم په دې پېښه کې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو شمېر ۲۹۸ اعلان کړی دی.

شهباز شریف په دې پېښه د خواشینۍ څرګندولو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ (د جوزا ۲۹مه) په پاکستان کې د عامه ماتم اعلان کړی دی.

د مهاجرو په چارو کې فعالې نړیوالې موسسې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په دې کښتۍ کې د سپرلیو شمېر له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ تنو پورې اټکل کړی دی.

له دغې پېښې چې د جون په ۱۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ وشوه، د ژوندي پاتې شویو کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته رسېدلی او د کډوالو د کښتۍ د ۷۸ مسافرو مړي هم موندل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا