اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کوټه کې د ۵ وژل شویو افغانانو جسدونه کورنیو ته یې سپارل شوی

دید خبرې آژانس: په اسلام اباد کې د طا-لبانو سفارت وایي، چې په کوټه کې د دوی د قونسلګرۍ په هڅو د پنځو تنو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

‏دغه سفارت په اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې د بلوچستان په ډالبندین سیمه کې د هغو پنځو افغانانو جسدونه چې څو ورځې وړاندې د ناپېژاندو کسانو له‌خوا په بې رحمۍ وژل شوي او بیا یې جسدونه د برېښنا په ستنو ځړېدلي وو؛ خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

دغه سیمه د ایران پولې ته نږدې پرته ده؛ خو ویل کېږي چې دغه کسان بل ځای وژل شوي وو او بیا وروسته جسدونه یې دغې سیمې ته راوړل شوي دي.

په دغه لیکنه کې راغلي، چې دغه جسدونه یې د چمن له لارې خپلو کورنیو ته رسولي دي.

تر دې وړاندې ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې د دغې پېښې قربانیان د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي سرتېري وو.

د روان کال د زمري په لومړیو کې جیش العدل د پنځو افغانانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د دوی په توقیف کې وو او ادعا یې وکړه، چې دغه کسان د جیش العدل د یو مشر په وژلو تورن دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا