اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په کونړ کې د دا/عش ډلې یو غړی وژل شوې

دید خبرې آژانس: ځايي سرچینو ویلی چې د اسلامی امارت ځواکونه د دا/عش خراسان غړی سید مولا چی په حماس باندې مشهور و، وژلی دی. حماس د سرپرست حکومت استخباراتو د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په چهار قلعه سیمه کې په خپل کور کې وژلی او د هغه د کورنۍ دوه مېرمنې او یو ماشوم ټپيان شوي دي.

د اسلامی امارت سرچینې وايي، نوموړی تازه د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته راغلی و او د دا/عش ډلې د استخباراتو او هدفي وژنو مسوولیت یې درلود.

تر اوسه پورې دا/عش خراسان ډلې او سرپرست حکمت په رسمي ډول ددې پیښې یادونه نه ده کړې.

له دې وړاندې دا/عش د څوکۍ ولسوالۍ په دې وګل دره کې له یوه ځايي کس نه د جاسوسي په تور سر پرې کړی و.

دا/عش د لیندۍ پر ۲۷مه په خپل وروستي مرګوني ځانمرګي برید کې په کابل کې د اسلامی امارت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په خپل دفتر کې وواژه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا