اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کندهار کې یو کس خپله مېرمن وژلې ده

دید خبرې آژانس: سرچینو په کندهار ولایت کې ویلي، چې ددغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سيمه کې یو کس د سامعې په نوم خپله کم عمره مېرمن په ډزو وژلې ده.

په ارغنداب ولسوالۍ کې د طا-لبانو مرستیال ولسوال ملا عباس وایي، چې د نجلۍ خاوند له پېښې وروسته تښتېدلی خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

د سيمې یو تن اوسېدونکی محمد داود وايي، چې پېښه تېره شپه د دوی په کلي کې شوې.

هغه وایي: « دې نجلۍ ۱۵ کاله عمر درلود او یو کال مخکې يې واده شوی و». نوموړی وايي: « د نجلۍ ژوند د خاوند په کور کې تریخ و او د کورني تاوتریخوالي له امله یې یوازې درې میاشتې هلته تېرې کړې وې او بیرته د پلار کور ته تللې وه».

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د نجلۍ خاوند تېره شپه د خپل خسر کور ته ورغلی، نجلۍ يې په ډزو وژلې او د نجلۍ ورور يې ټپي کړی دی.

کندهار کې له دې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې شوي، چې په پایله کې یې مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا په تېره يوه مياشت کې په دغه ولایت کې درېيمه ورته پېښه ده، چې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته کیږي.

له دې وړاندي په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا