افغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په کندز او بغلان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د برېښنا لېږد سروې پیل شو

دید خبرې آژانس: برېښنا شرکت په کندز او بغلان ولایتونو کې د کاسا زر پروژې د برېښنا د لېږد لارې د سروې له پیله خبر ورکوي.

د دغه شرکت ویاند، حکمت الله میوندي وايي، د برېښنا شرکت اجرایوي رییس د دغې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د څېړنو او اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندز او بغلان ولایتونو ته سفر کړی او د دغو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي.

میوندي زیاتوي، تر سروې او د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره تر خبرو وروسته به په افغانستان کې د کاسا زر پروې چارې پیل شي.

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي و ویل: دوی خپلې لومړنۍ سروې پیل کړې دي. له سروې وروسته به له برېښنا شرکت سره یوه ګډه ناسته کیږي او له ناستې وروسته به یوه ورځ مشخصه کیږي چې دوی کار پیل کړي.

په همدې حال کې د برېښنا شرکت پخوانی رییس له سیاسي او سېمه ییز پلوه د دغې پروژې عملي کېدل د افغانستان په ګټه ګڼي او وایي، افغانستان کولای شي په کال کې شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب څرګنده کړه: افغانستان له سیاسي پلوه هم نور حق لري چې دا ثابته کړي چې نور د بندېدو په حال کې نه دی او کولای شي د انټرنېټ او نورو پروژو ترڅنګ د ټاپ او ټاپي پروژو کار پیل کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک ویلي و چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیخ بنایي پروژې جوړې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا