اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

په کاپیسا کې دوه کسان د طا-لبانو لخوا په درو ووهل شوه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو حکومت غړي پرون په کاپیسا ولایت کې دوه کسان د نامشروع اړیکو د لرلو په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون په یو بیان کې وویل چې د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس دا کسان پرون شنبې(د جوزا ۱۹مه) هریو په عام محضر کې په اتلسو درو ووهل شول.

په تېره یوه اوونۍ کې دا څووم ځل دی چې طا-لبان په عام محضر کې د بېلابېلو تورونو له کبله خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکوي.

د تېرې سه شنبې په ورځ ۴۸ تنه نارینه او ۱۵ مېرمنې د سرپل په ورزشي لوبغالي کې د غلا، لواطت او د دوی په وینا د نورو غیراخلافي حرایمو په خاطر په درو ووهل شول.

همداراز له غور او پنجشېر ولایتونو څخه هم د ورته سزاګانو خبرونه رارسېدلي.

ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو نورو سازمانونو په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول غیرانساني او بوږنوونکی عمل بللی او ویلي یې دي چې دا کار له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا