اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې شل تنه نیول شوي

دید خبرې آژانس: د کابل د دروازو د قطعې قومنداني وايي، له نږدې درېیو میاشتو راهیسې یې شل کسان د نشه يي توکو او همداراز د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

د دغې قومندانۍ د دروازو آمر زیاتوي، د تېر پر تله د کابل په دروازو کې جنايي جرمونه کم شوي دي.

د کابل دروازو د قطعې قوماندانۍ امر، عبدالله جلالي و ویل: د مخدراتو په برخه کې موږ لاس ته راوړنې درلودې، چې درې زره ۵۰۰ دوه دیرش ټابلیټ کا او همدا رنګه ۳۸ قلمه نور نشه يي توکي او لس تنه په دې برخه کې نیول شوي.

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي چې کابل ته راځي د امنیتي ځواکونو له خوا پلټل کیږي، څو ښار ته د شکمنو کسانو له دننه کېدو مخنیوی وشي.

د کابل دروازو د قطعې قومانداني دغه راز ټینګار کوي چې تېر ته په پرتله جنیايي پېښې هم کمې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا