اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې سرچینې: طا-لبانو د دشت برچي په بېلابېلو سیمو کې د خلکو کورونه تالاشي کړي

دید خبرې آژانس: د کابل ښار په لوېدیځ کې سرچینو وایی چې طا-لبانو د جمعې په ورځ ( د چنګاښ ۱۵مه) بیا په ځینو سیمو کې د خلکو کورونه تالاشي کړي دي.

د سرچینو په وینا یوازې د دشت برچي د نقاش سیمه کې طا-لبانو لږ تر لږه ۳۰ رینجر موټر ځای پر ځای شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، چې د محرم میاشت په رسیدو سره، طا-لبانو د خلکو د کورونو د تلاشي کولو هڅې کړې دي.

ویل کیږی، کله چې طا-لبان کورونو ته ننوتي، د سیمې اوسېدونکي یې له کورونو ایستلي او ټولې خونې، المارۍ او بکسونه یې تلاشي کړي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې سره له دې چې طا-لبانو له لسګونو نقلیه وسیلو سره کور په کور د تلاشۍ په عملياتو کې برخه اخيستې وه، خو له ځانه سره يې کومه ښځينه پوليسه نه وه راوړې.

يو شمېر سرچينو وویل، چې طا-لبانو د کورونو د اوسېدونکو برېښنايي پېژندپاڼې هم چک کړي، خو ځينې نور بيا وايي، چې طا-لبانو دا کار د کورونو د اوسېدونکو د پېژندپاڼو له چک کولو پرته کړى دى.

طا-لبانو په رسمي ډول د کابل په لویدیځ کې د کورونو د تلاشۍ د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو درېیو کلونو کې طا-لبانو په کراتو په پلازمېنه کابل کې د خلکو کورونه تالاشي کړي دي. طا-لب چارواکو ویلي و، چې د دغو پلټنو موخه د وسلو راټولول دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې طا-لب وسله وال د تلاشۍ پر مهال له خلکو سره ناوړه چلند کوي او خلک وهي او ټکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا