افغانستانروستي خبرونه

په کابل کې ساحه سبز امنیتي جوړېدل

ولسمشر غني تر هغه څرګندونو وروسته چې له کابل ښاریانو یې د امنیت د ټینګښت لپاره شپږ میاشتې وخت وغوښت، حکومت پرېکړه کړې چې د ښار په مرکزي برخه کې د وزیر محمد اکبرخان او شیرپور سیمې پر زرغون زون کې راولي.

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په زرغون زون د کابل ښار د ځينو سیمو راوستل، نه یوازې دا چې له امنیت سره مرسته نه کوي، بلکې کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کوي او خلکو ته اقتصادي زیانونه اړوي.

پر زرغون زون د سیمو د بدلولو مانا دا ده چې عام افغانان به دغو سیمو ته تګ راتګ نه شي کولی او امنیتي تدابیر به پکې څو چنده کیږي. دغه راز په دې سیمو تېرې شوې لارې به د عامه ټرانسپورټي وسایلو پر مخ هم تړلي وي.

دغه ګام په داسې مهال اخیستل کېږي، چې په پلازمېنه کې د قتل، غلا او قانون ماتونې پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وايي، حکومتي چارواکي يوازې د ځانونونو د خونديتابه په اړه فکر کوي او هغه بنسټیزې لارې يې هېرې کړې چې د خلکو ستونزې ورسره هوارېدای شي.

هغه وايي، که د کابل ښار لپاره د ولسمشر امنیتي پلان همدا وي، نو ځکه ناکام دی چې دښمن خپل تکتیک بدلوي او هر ځل به د ټانکر په وسیله بریدونه نه کوي، چې دوی يې د مخنيوي لپاره مخکې تر مخکې لارې وتړي.

پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، په زرغون زون کې د محدودو سیمو شاملول امنیت نه راولي، بلکې د یوه پراخ امنیتي پلان او پیاوړي مدیریت اړتیا ده چې د کابل ښار او بیا ټول هېواد امنیت ورسره ښه شي.

وردګ مسیر ته وویل، په لنډ وخت کې په بېلا بېلو نومونو د امنیت راوستلو ژمنې خیالي دي او حکومت یوازې د دې لپاره چې څو سفارتونه خوندي کړي او ځان نړیوالو ته فعال وښيي، دغه ډول ګامونه اخلي.

د هغه په باور په کابل کې د جرمونو کچه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوې او خلک په ښکاره ناقانونه وسلې ګرځوي؛ خو حکومتي مسوولین د خلکو او نړیوالې ټولنې له فشاره د ځان خلاصولولو لپاره د ځان او ولس تر منځ نوي خنډونه رامنځته کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع وايي، په زرغون زون کې د وزیر محمد اکبرخان او شیرپور سيمو د شاملولو معنا داده چې د ملي یووالي حکومت مشران یوازې ځانونه ساتي او د ولس پروا نه کوي چې د داعش او طالبانو په بريدونو کې وژل کيږي او که يې د سيند اوبه وړي.

قانع مسیر ته وویل، حکومت په همدغسې ناسمو پلانونو ولس له ځانه ليرې کړی او لا یې هم ليرې کوي.

دده په باور که ټول کابل هم په زرغون زون بدل شي له امنیت سره به تر هغه هیڅ مرسته ونه کړي، چې حکومت تر خپل ځان خلک یا ولس مهم و نه بولي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ به په زرغون زون کې ځېنو سیمو د راوستلو لپاره د ښاریانو تګ راتګ ته نوي مسیرونه ومومي.

د کابل ښار د دویمې ناحیې رئيس نجیب الله الکوزي رسنیو ته ویلي، چې د غني په امر به هغه سړکونه ډير ژر ورغول شي چې د وزیر محمد اکبرخان او شیرپور له سيمو د تېرو شويو سړکونو بدیل کېدای شي.

په دغو سیمو کې لسګونه شخصي دفترونه، لوی روغتونونه، ښوونځي او ځېنې دولتي ادارې پرتې دي؛ خو حکومت دا وضاحت نه دی ورکړی، چې د دغو بنسټونو برخلیک به څنګه کیږي او یا به خلک څه ډول ورته تګ راتګ کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا