اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې د پاسپورت لپاره آنلاین غوښتنلیکنه پیل شوه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د پاسپورت ریاست اعلان وکړ چې نن (شنبه، د وږي٣مه) په کابل کې د پاسپورټونو آنلاین غوښتنلیکونه پیل شول.

دغه رياست پر اېکس ويلي، چې په د پاسپورټ غوښتونکو لخوا د آنلاين غوښتنليک د بشپړولو سره به په ورته وخت کې دې ادارې ته د دوى د مراجعې نېټه هم وټاکل شي.

د طا-لبانو تر واک لاندې د پاسپورت ریاست ویلي چې په کابل کې د دوی ویب پاڼه او د دوی استاوليو دفترونه به د اونۍ د شنبې او سه شنبې په ورځو د غوښتونکو لپاره د آنلاین غوښتنلیکونو لپاره خلاص وي.

په خبرپاڼه کې د پاسپورت له غوښتونکو غوښتل شوي چې د «آنلاین فورمه» چاپ کړي او د افغانستان د مرکزي بانک په ښاري څانګو کې دې تعرفې له تاديه کولو وروسته دغه رياست ته  مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادول د خپلو غوښتنلیکونو پر سست بهیر نیوکه کوي او وايي، چې له میاشتو او کلونو راهیسې انتظار باسي. خو تر اوسه یې پاسپورت نه دی ترلاسه کړی.

دغه هېوادوال وايي، چې په ياد رياست کې طالب چارواکي د دوی غوښتنو ته پر وخت رسېدنه نه کوي او کله ناکله د دوی د غوښتنو د ځنډولو لپاره «پلمې» وړاندې کوي.

له بلې خوا دغه هېوادوال وايي، چې په ورته وخت کې يو شمېر کسان د زياتو پيسو په بدل کې هېوادوالو ته پاسپورټونه ورکوي، چې لا هم د طا-لبانو تر واک لاندې دغه رياست لخوا منظور شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له راتګ وروسته د هېواد په پلازمېنه او ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش دفترونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او ډېرى يې له هېواده د وتلو هڅه کوي.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طا-لبانو په راتګ سره د دوی د اولادونو د زده کړو زمینه محدوده شوې او د کار زمینه نه لري چې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر ۸ میلیونو ډېر افغانان له هېواده وتلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا