اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو کورنیو د ټرمپ څخه ملاتړ وکړ

دید خبرې آژانس: د جمهوري غوښتونکو د ملي راټولېدني په درېیمه شپه د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو یو شمېر کورنیو چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکایانو د وتلو پر مهال ووژل شول، له ډونالډ ټرمپ ملاتړ وکړ.

د ۱۴۰۰ کال (د وږي په ۴مه) په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶۹ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

داعش خراسان ډلې د دغه خونړي ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د دغو امریکايي پوځیانو کورنۍ د ویسکانسن ایالت په میلواکي ښار کې د جمهوري غوښتونکو د ملي راټولېدنې د ګډونوالو د احساساتو د لوړولو لپاره د دریځ مخې ته ورغلې او څو تنو یې په اوښکو او غجمن حالت سره د هغوی نومونه او خاطرې یادې او تازه کړې.

په دې پېښه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه سرتېري نیکول لین جې مور کرېسټي شمبلېن وویل، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوی قرباني له پامه غورځولې، ډونالډ ټرمپ شپږ ساعته د قربانیانو کورنۍ سره پاتې و.

همدارنګه د نیکول لېن ترو، شور اولډ جیول وویل:« بایډن ویلي، چې د افغانستان پرېښودل یوه لویه بریا وه. زموږ مخونو ته وګورئ. زموږ درد او مات زړونه وګورئ. زموږ غوسه وګورئ. دا لویه بریا نه ده.»

اغلې جیول زیاته کړه: «زموږ د ملت سپکاوی کومه لویه بریا نه وه. “جو بایډن ممکن زموږ اولادونه هیر کړي وي؛ مګر موږ نه دي هیر کړي.»

د وژل شویو امریکايي پوځاینو له ډلې د هرمون لوپيز پلار هنټر لوپیز د دغو ۱۳ پوځیانو نومونه یاد کړل او په دغه کنفرانس کې حاضرو کسانو له هغه وروسته د هغوی د نومونو په تکرار سره د هغوی یاد تازه کړ.

په امریکايي رسنیو کې د دغو پوځیانو کورنۍ د «طلايي ستورو د کورنیو» په نوم یادېږي.

په دغه غونډه کې په چاودنه کې د وژل شويو ١٦٩ ملکي افغانانو هیڅ يادونه ونه شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا