اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په کابل کې د نشه یي توکو د بدیل کښت په موخه غونډه جوریږی

دید خبرې آژانس: د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا د رييس الوزرا له سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه یوه غونډه جوړه کړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي چې، دغه غونډه به په نږدې راتلونکې کې د ځینو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو په ګډون جوړه شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي: « یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو د درملنې او له بزګرانو سر د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو یو ګډه ناسته جوړه کړي چې د اسلامي امارت استازو ته به هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شي.»

د اسلامي امارت د مرستیال ویاند په خبره، مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې له نړۍ غوښتي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې له ا.ا سره همکاري وکړي او ټینګار یې کړی چې یوناما باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه ریښتینی راپور وړاندې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا