اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې کار پیل شو

دید خبرې آژانس: په کابل کې د څه باندې ۲۲ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې انرژۍ د تولید د یوې پروژې د جوړولو کار پیل شو. دغه پروژه د «۷۷ ترکيه» شرکت او «زولرستان» شرکت لخوا د ۱۸ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پیل شوې ده.

دا پروژه به د سروبي ولسوالۍ او نغلو بند ته څېرمه جوړه شي او موخه یې د هېواد صنعتي پارکونو او ښاریانو ته د انرژۍ برابرول دي. په پام کې ده چې د دغې پروژې د جوړولو چارې به په یوه کال کې بشپړې شي.

د طا-لبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په کابل کې د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ويلي چې پر افغانستان د دوی له واکمنۍ وروسته نړیوالې ټولنې په دغه هېواد کې د پاکې انرژۍ د تولید ټولې پروژې بندې کړې دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ له نورو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې د لمریزې پروژې د تطبیق لپاره خپلې همکارۍ بیا پیل کړي.

د پرمختګ لپاره د انرژۍ بیړنۍ اړتیا

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر په دې مراسمو کې وویل، د برېښنا رسول د شفافې حکومتوالۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې ځانګړی اهمیت لري او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه وویل: «نن موږ د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د یوې پروژې د پرانیستلو شاهدان یو، چې د زولرستان او ۷۷ ترکي شرکتونو په همکارۍ پر مخ وړل کېږي.»

 د برېښنا په پرې کولو کې د طالبانو تاریخ

په داسې حال کې چې طا-لبان اوس د انرژۍ د سکټور لپاره د نړیوال مالي ملاتړ په لټه کې دي، په افغانستان کې د واک تر اخیستو وړاندې، دغې ډلې څو څو ځلې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا پر تاسیساتو بریدونه کړي او د برېښنا مزي یې پرې کړي دي.

د برېښنا شرکت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ کال کې طا-لبانو په بېلابېلو لارو لکه کندهار-هلمند، غزني-میدان وردګ او بغلان-کابل کې تر ۱۰۰ ډېر ځله د برېښنا مزي پرې کړي او لږ تر لږه اته ځله يې د برېښنا پایې یې الوځولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا