اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په کابل کې د طا-لبانو امنیه قومندانۍ: د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي

دید خبرې آژانس: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې، د دغې قومندانۍ مسوولانو د جرمونو کچه راټيټه کړې او په دې وروستیو کې یې په مرکز کې د تښتونو کچه هم نږدې صفر ته را ټيټه کړې ده.

ښاغلی ځدراڼ دغه‌راز په هېواد کې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي او زیاتوي چې، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د هېواد د امنیت د ټيګښت هڅې کوي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند همدرانګه ویلي چې، لسګونه کسان یې د تښتونې، غلا او نورو جرمونو په تور نیولي، عدلي او قضایي بنسټونو ته یې ورپېژندلي دي.

خالد ځدراڼ په دې هکله وايي:«موږ د اختطاف کچه صفر ته را رسولې ده، هغه لوی مجرمین چې، د کابل په اړوندو کې به یې په ورځ کې سلګونه، لسګونه موټر غلا کول، د هغو کچه مو صفر ته راوستلې ده، پخوا به دلته د یوې حوزې په اړوندو کې له ۳۰ تر ۳۵ موټر غلا کېدل اوس الحمدالله موږ داسې اوونۍ لرو چې، په ټول کابل کې یو موټر هم غلا‌شوی نه‌وي، یعنې موږ ویلای شو چې، موږ په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.»

له بلې خوا، د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو له هڅو خوښي څرګندوي؛ خو وایي چې، لا هم په امنیتي برخه کې ځينې ستونزې پاتې دي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې، د امنیت د ټینګښت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د کابل بل اوسېدونکی سید احمد هم وايي:«له اسلامي امارته دا غواړم چې، غلاوې او ځينې نورې ستونزې صفر ته ورسوي.»

د کابل اوسېدونکی  شاه محمود هم څرګندوي:«اوس د امنیتي کمرو په لګولو سره، امنیت ډېر ښه ‌شوی دی، که څوک غلا کوي یا کوم بل ترهګر وي، دې ساحې ته نه‌شي داخلېدای؛ ځکه چې، دلته امنیتي سیسټم ډېر ښه دی.»

 تر دې وړاندې هم د پلازمېنې ځينو اوسېدونکو د بشپړ امنیت د نشتوالي په تړاو اندېښنه لرله او له امنیتي بنسټونو یې غوښتي وو چې، په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا