په کابل کې د شهید مزاري د څلور لارې ویجاړولو ته غبرګونونه
دید خبرې آژانس: د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طا-لبانو له لوري د مزاري څلورلارې ویجاړولو ته په غبرګون کې ویلي: «د طا-لبانو له لوري د ملي بنسټونو ویجاړول، د ملي شتمنیو لوټ کول او قومي احساسات راپارول ټول د یوه ناوړه او پېچلي پلان برخه ده.»
د طا-لبانو د کابل ښاروالی تېره شپه د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري په څلورلاري کې د هغه جوړه شوې مجسمه ونړوله.
عبدالعلي مزاري د هزاره ټبر او شیعه وګړو مشر و چې د طا-لبانو په لومړۍ دوره کې د طا-لبانو له لوري ووژل شو.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د طا-لبانو دغه کار توند غبرګون ښودلی دی.
نوموړی وايي، چې د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري په څېر شخصیتونه د ازادۍ او عدالت د مبارزې له امله «د خلکو په زړونو کې» ځای لري.
ښاغلي مسعود د طا-لبانو دغه کار ته په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د عدالت او ازادۍ د لارې شهيدان لکه استاد شهيد، ملي اتل او شهيد مزاري او نور شهيدان د قبر ډبرې او خښتې نه دي چې په ویجاړۍ سره یې له منځه ولاړ شي.»
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طا-لبانو د دغې کړنې په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له «بده مرغه طا-لبان په افغانستان کې د یوه ویجاړونکي ناورین په توګه راڅرګند شوي، چې اصلي موخه یې د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه اچول، ملي پیوستون کمزوری کول او د دې خاورې تاریخ او هویت له منځه وړل دي.»
نوموړي زیاتوي: «دوی چې هر ګام اخلي، د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او دښمنۍ تخم کري. د ښځو د زدهکړو د بندولو څخه نیولې بیا د هیواد پریښودو ته د مخورو مجبورول، د ملي بنسټونو له منځه وړل د ملي شتمنیو لوټ کول او د توکمیزو احساساتو پارول، دا ټول د یوه ناوړه او پیچلي پلان برخه دي.»
نوموړي د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طا-لبانو هر شوم پلان به افشا کوي.
طا-لبانو تردې وړاندې په بامیان ولایت کې د عبدالعلي مزاري مجسمه هم ویجاړه کړې وه.
د یادولو وړ ده، چې طا-لبانو تردې وړاندې په پنجشیر ولایت کې د احمدشاه مسعود د قبر ډبره ویجاړه کړې او په کندهار کې یې د جنرال عبدالرازق د قبر له شاوخوا څخه د موټرو تمځای جوړ کړی.