اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په کابل کې د درملوجوړونې شرکت پرانیستل شو

دید خبرې آژانس: په کابل کې د لایف پرل په نوم د درمل جوړونې یوه خصوصي شرکت د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګوونې پرانیستل شو.

د لایف پرل شرکت مسوولین وايي، د درمل جوړولو دغه شرکت د شاوخوا ۵۰ قلمه درملو په تولید خپل فعاليت پيل کړی دی.

د عامې روغتیا په وزارت کې د طا-لبانو معین عبدالباري عمر د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۷۷ شرکتونه فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه په وارد شویو درملو تکیه کوي.

له بلې خوا د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د درملو پر ټيټ کيفيت او د هغوى پر لوړو بيو نيوکه کوي او وايي چې د هېواد په درملتونونو کې د باکيفيته درملو نشتوالي دوى له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

دغه هېوادوال وايي چې په هېواد کې د درملو د خراب کيفيت له امله د دوى ناروغان اړ دي چې د خپلې درملنې لپاره په لوړه کچه درمل وکاروي.

په همدې حال کې درمل پلورونې او د هېواد د درمل جوړولو يو شمېر شرکتونه وايي، چې د طالبانو له خوا وضع شوې ماليه ډېره زياته ده او دوى  له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا